د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې تېروتنه دې بیا تکرار نه کړي، ځکه د ناکامو تجربو پایله تل یوه وي.
نوموړي ویلي، که امریکا یو ځل بیا هماغه ناکامه لاره خپله کړي؛ نو پایله به یې خطرناکه وي، او ایران به د هر ډول بهرني اقدام پر وړاندې غبرګون وښيي.
عباس عراقچي فاکسنيوز ته ويلي، هیواد کې وضعیت عادی دی او حکومت د حالاتو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر د ایران دننه د معترضینو د ملاتړ او د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې کړې وې.
د ایران حکومت دا ډول څرګندونې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

