دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانهمایون افغان:د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان...

همایون افغان:د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان پر سر نښته شوې

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان تایید کړې چې د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کیندنې پر سر د قراردادي شرکت د کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه ویلي چې په دې پېښه کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي؛ خو د دقیقو شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د همایون افغان په وینا، د پېښې د څېړلو لپاره د وزارت له لوري یوه پلاوی تخار ته لېږل شوی او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here