د افغانستان د پخواني حکومت مرستیال ولسمش امرالله صالح ادعا کړې چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا سوداګر، په ځانګړي ډول په پېښور کې د حکومتي مالیاتو ترڅنګ د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د باجګیرۍ له فشار سره هم مخ دي.
صالح په اېکس کې لیکلي چې سوداګر ښايي له حکومتي مالیاتو د تېښتې هڅه وکړي، خو د نوموړي په وینا، د ټيټيپي له لوري د ټاکل شوي باج او مالیې په ورکړه کې د ځنډ ډېر فرصت نه لري.
هغه همداراز ادعا کړې چې د ټيټيپي د مهارولو لپاره د اسلاماباد تګلاره ناکامه شوې، ځکه د ده په باور، په دې برخه کې تاریخي، ټولنیز او سیمهییزې پیچلتیاوې له پامه غورځول شوې دي.

