قطر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به د منځګړیتوب، خبرو اترو او له نړیوالې ټولنې سره د لا پراخې اجماع د رامنځته کولو له لارې خپل فعال رول ته دوام ورکړي.
د قطر په وینا، دغه هېواد غواړي د افغانستان په اړه د نړیوالو لورو ترمنځ د خبرو او تعامل زمینه پیاوړې کړي او د بشري مرستو، زدهکړو او بشري حقونو په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

