د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، سخت محدودوونکي سیاستونه د افغان ماشومانو او ځوانانو پر ژوند «ویجاړونکې» اغېزې لري.
بېنټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل نوي راپور کې ویلي، ماشومان له ټولشموله زدهکړو، د بیان له ازادۍ او په ټولنیز او عامه ژوند کې له ګډون محرومېږي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ځانګړې توګه د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو پر دوامداره بندیز اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ماشومان او ځوانان له جبري او د ماشومانو له ودونو، جنسیتي تاوتریخوالي، ماشومانو له کار، ایډیالوژیک تلقین او د سختو ټولنیزو تمو سره هم مخ دي.
د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ماشومانو د حقونو د ساتنې د پخوانیو حقوقي او بنسټیزو جوړښتونو کمزوري کېدل ماشومان د تاوتریخوالي، ناوړه چلند او استثمار پر وړاندې لا زیانمن کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې بېوزله ماشومان، د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي، معلولیت لرونکي ماشومان، د قومي او مذهبي لږکیو غړي، بېځایه شوي او له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن دي.
نوموړي له طالبانو غوښتي چې د تبعیض پر بنسټ سیاستونه پای ته ورسوي، نجونو ته د بشپړو زدهکړو زمینه بېرته برابره کړي، د ماشومانو د ساتنې او عدالت سیستمونه پیاوړي کړي، د ماشومانو او جبري ودونو او د ماشومانو د کار مخه ونیسي او له معلولیت لرونکو ماشومانو سره ټولشموله روغتیايي او ټولنیز ملاتړ بېرته رامنځته کړي.
بېنېټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې بشري مرستې په بشپړه توګه تمویل کړي، د نجونو لپاره د زدهکړې بدیلې لارې پراخې کړي، له له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره خوندي لارې برابرې کړي او د ځوانانو د نوښتونو، ماینپاکۍ او د حساب ورکونې له میکانیزمونو ملاتړ وکړي.
هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید همدا اوس اقدام وکړي، څو د افغان ماشومانو حقونه خوندي او اوسني او راتلونکي نسلونه د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې له ګډون محروم نه شي.

