د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پاکستان له پوهنتونونو د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول د طب او غاښونو اړوند له پوهنتونونو د محصلینو د ایستلو پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
ځدراڼ ویلي، په ځانګړي ډول د زدهکړو په وروستي کال کې د افغان محصلینو ایستل «کمزوری، له کینې ډک او ظالمانه» اقدام دی.
نوموړی دا غبرګون وروسته له هغې ښکاره کوي چې د پاکستان له ځینو طبي پوهنتونونو د افغان محصلینو د زدهکړو د درولو او ایستلو راپورونه خپاره شوي دي.

