د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د «کوتای اِنسات» ترکي شرکت له مسؤلینو سره په لیدنه کې د اوبو او برېښنا د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ترکي پانګوالو د اوبو او برېښنا بندونو او د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې
او د اوبو او انرژۍ وزیر د پانګونې لپاره د دریو مهمو پروژو وړاندیز کړی چې له مخې یې: د ګمبیري اوبولګولو او برېښنا تولید بند پروژه، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو پروژه، او له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژه ده.

ملا عبداللطیف منصور ډاډ ورکړی چې وزارت به په دغو پروژو کې د پانګونې لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او ټینګار یې کړی چې د تخنیکي او اجرایي چارو د پرمخ بېولو لپاره دې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي.
په ورته وخت کې، ترکي پانګوالو د تخنیکي څېړنو او د پانګونې د راتلونکو پړاوونو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

