سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
Homeافغانستانمحسن داوړ: له پاکستانه د افغان محصلینو ایستل «شرموونکې، غیرانساني او ظالمانه»...

محسن داوړ: له پاکستانه د افغان محصلینو ایستل «شرموونکې، غیرانساني او ظالمانه» پرېکړه ده

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ (NDM) مشر محسن داوړ د پاکستان له لوري د افغان محصلینو د ایستلو پر پرېکړه نیوکه کړې او دا اقدام یې «شرموونکی، غیرانساني او ظالمانه» بللی دی.

ښاغلي داوړ په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي چې افغان محصلین، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له محدودیتونو سره مخ دي او هلته د زده‌کړو د دوام زمینه نه لري.

نوموړي د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې له یوې خوا افغان محصلین له زده‌کړو محروموي خو له بلې خوا، د طالبانو استازو ته بلنې ورکوي او په پاکستان کې ورته د خبرو زمینه برابروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here