سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
Homeافغانستانګوترېش: پر افغان ښځو محدودیتونه نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا...

ګوترېش: پر افغان ښځو محدودیتونه نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا ادغام پر وړاندې جدي خنډ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې دغه محدودیتونه سمدستي پای ته ورسوي.

ګوترېش ویلي، په عامه ژوند، زده‌کړو او د کار په ګڼو برخو کې د ښځو د بشپړ ګډون مخنیوی د هغوی له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو پر وړاندې جدي خنډ جوړوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، یو کال کېږي چې افغان ښځې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو هم منع شوې دي. د هغه په وینا، دا محدودیتونه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوال قانون سره په ټکر کې دي او د دې سازمان وړتیا کمزورې کوي چې خپل ماموریت ترسره او افغانانو ته د ژوند ژغورنې او نورو مرستو رسولو چارې پر مخ یوسي.

ګوترېش د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو د کار بندیز سمدستي لغوه او ډاډ ترلاسه کړي چې ښځینه کارکوونکې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته خوندي او له خنډ پرته لاسرسی ولري.

هغه همداراز د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې پر ښځو او نجونو ټول محدودیتونه لېرې او د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ، برابر او معنا لرونکي ګډون حق تضمین کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here