هند یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیايي همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اساسي درملو د اوږدمهاله برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د هند د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د دې هېواد د روغتیا وزیر جګهت پراکاش نډا د طالبانو حکومت د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره ګټوره ناسته کړې ده.
په دې لیدنه کې د روغتیايي همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان د طبي اړتیاوو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

د دغې ژمنې په لړ کې، هند افغانستان ته د سرطان درمل او واکسینونه په سمبولیک ډول وسپارل، چې دا د افغان ولس سره د روان ملاتړ نښه بلل شوې ده.
همداراز یاد وزارت ویلي، چې یوه لویه مرستندویه بسته، چې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایس سي ټي سکن دستګاه پکې شامله ده، هم افغانستان ته لېږل کېږي.

