د یوې تازه مسودې پر بنسټ چې رویټرز ته رسېدلې ده، امریکا ښايي له ملګرو ملتونو وغواړي څو په غزه کې دوه کلن نړیوال ځواک ته واک ورکړي.
د دغه مسودې له مخې، نړیوال ځواک به د ملکي خلکو ساتنه وکړي، د بشري مرستو خوندیتوب یقیني کړي، او د وسلهوالو ډلو د فعالیت مخه به نیسي.
راپور وایي، امریکا خپل سرتېري نه استوي، خو له څو هېوادونو لکه اندونیزیا، متحده عربي اماراتو، مصر، ترکیې او آزربایجان سره یې خبرې کړي چې برخه واخلي.
تر اوسه معلومه نه ده چې امریکا به کله دا مسوده په رسمي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د شورا له غړیو سره مشورې روانې دي.

