د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) اعلان کړی چې د UPS هوايي شرکت د ۲۹۷۶ شمېرې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېوېل ښار په محمد علي نړیوال هوايي ډګر کې له الوتنې وروسته سقوط شوې ده.
د UPS شرکت ویلي، دوی د پېښې په اړه خبر دي او د خپلې الوتکې د سقوط په تړاو له اړوندو ادارو سره همغږي دي.
د لوېوېل پولیسو ویلي، د ښار بېلابېلې بیړنۍ ادارې د سقوط ځای ته، چې د فرنوېلي او ګرېډلین سیمو ته نږدې موقعیت لري، رسېدلې دي.
د فدرالي ادارې په وینا، دا MD-11 ډوله بار وړونکې الوتکه د هاوايي ایالت هونولولو ښار ته روانه وه، او په کې درې تنه عمله موجوده وه.

