د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان په شمال کې وروستیو زلزلو ته په غبرګون کې ویلي چې د مرګژوبلې او پراخو زیانونو له امله ایران ژور خواشینی دی.
هغه پر ایکس لیکلي چې ایران د افغانانو له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ژر به زلزلهځپلو سیمو ته بیړنۍ بشري مرستې ولېږي.
عراقچي ټینګار کړی چې د ایران او افغانستان اړیکې د ورورولۍ او انسانی همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي او تهران به د سختیو په وخت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
د یادونې ده چې د تېرې شپې زلزلې په بلخ او سمنګان کې درانه تلفات اړولي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي، نږدې ۹۵۰ ټپیان شوي او لسګونه کورونه نړېدلي دي.

