د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي هېواد به یې سږکال په برلین او کپنهاګ کې د وسلو د صادراتو او ګډې تولیدي همکارۍ لپاره دفترونه پرانیزي.
د هغه په وینا، اوکراین د لویدیځ متحدانو په ملاتړ د دفاعي صنعت پراختیا چټکوي، څو د روسیې د یرغل پر ضد جګړه کې خپل امکانات پیاوړي کړي.
زلنسکي ویلي چې اوکراین به د سمندري ډرونونو او توپچي سیستمونو په ګډون ځینې وسلې صادرولی شي، څو د کورني تولید لپاره مالي سرچینې زیاتې کړي.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې لا هم د جنګي الوتکو او هوايي دفاعي سیستمونو په برخه کې په متحدانو تکیه لري؛ خو د ډرونونو او توغندیو په جوړولو کې پرمختګ شوی.
اوکراین پلان لري چې د «فلامینګو» او «روتا» په نوم کورني توغندي د روان کال تر پایه په پراخه کچه تولید کړي.

