پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د شمالي ولایتونو بلخ او سمنګان د زلزلهځپلو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي غني د هغو افغانانو ستاینه کړې چې د هېواد له دننه او بهر د زلزلهځپلو سره مرستې کوي، او دا یې د افغانانو د یووالي او انساني احساس څرګندونه بللې ده.
هغه د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو ادارو غوښتي چې د افغانانو په نوم ترلاسه شوې مرستو کې د شفافیت نشتوالی پای ته ورسوي او د لګښتونو څرنګوالی روښانه کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان اوس د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پراخو اقتصادي اړیکو له امله له پخوا ډېر پر ځان بسیا شوی دی.
پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د حیرتانو او آقینې بندرونو د عوایدو او لګښتونو شفاف رپوټونه دې له ولس سره شریک شي، څو خلک د خپلو ملي سرچینو د مصرف په اړه باخبره شي.

