افغانستان پیژندونکی او د بوستون امریکايي پوهنتون استاد توماس بارفیلډ د پخواني پاچا امیر عبدالرحمن خان په اړه وایي چې نوموړی یو زړور او پیاوړی جنګیالی افغان پاچا وو.
ښاغلي بارفیلډ د آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې امیر عبدالرحمن خان د نوي او مډرن افغانستان بنسټ ایښوودنکی پاچا وو.
د امریکا د بوستون د پوهنتون دغه استاد زیاته کړې، چې امیر عبدالرحمن خان په مرکزي حکومت باور درلود او په همدې موخه د سلطنتي رقیبانو په ګډون خپل مخالفین وځپل او واحده مرکزي اداره یې رامنځته کړه.

