د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د هېواد د ۱۷ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډلې له غړو سره لیدنه کړې او د هغوی وروستۍ اتلولۍ یې ستایلي.
حقاني د لوبډلې ځوانانو ته په وینا کې ویلي، چې دوی د هر افغان استازي دي او د ملت د یووالي، ویاړ او خوښۍ سمبول ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي: “تاسې د افغانستان نوم د سپورټ له لارې روښانه کړی، دا لاسته راوړنه د ټول ملت ګډ افتخار دی. هڅه وکړئ چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د خپل هېواد ریښتینی استازیتوب وکړئ.”
د کورنیو چارو وزیر د یادې لوبډلې، د روزونکو او د المپیک استازو ته د خپل هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی.
د لوبغاړو او پلاوي استازو د خلیفه حقاني له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کړې او دا یې د راتلونکو بریاوو لپاره مهم ملاتړ بللی.

