د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د پېښور په ګوهره قبرستان سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پېښور د پولیسو چارواکی میاه سعید وايي چې لومړنۍ پلټنې ښيي، پېښه د برېښنا د ساکیټ د شارټ له امله رامنځته شوې او په مرکز کې موجود باروت هم ورسره چاودېدلي دي.
د چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور لګېدلی او امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د پېښور پوهنتون شاوخوا لارې یې هم د تګ راتګ لپاره تړلې دي.

