د مکسیکو چارواکي وایي چې د سونورا ایالت په «هېرمو سیلو» ښار کې د شنبې په ورځ په یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شېنباوم د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر ته یې د مرستې ټیمونو د استولو امر کړی دی.
سیمهییزې رسنۍ راپور ورکوي چې د وژل شویو شمېر ښايي له ۲۰ څخه زیات وي.

