د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د انتخاباتي غونډو پر مهال د دوو دموکرات نوماندانو ملاتړ اعلان کړ او رایه ورکوونکو ته یې وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې «بېقانوني، بېپروايي او نامسؤلیتوب» په وړاندې ودرېږي.
اوباما، چې لا هم د دموکراتانو په منځ کې محبوب دی، په ویرجینیا او نیوجرسي کې په دوو غونډو کې د ټرمپ پر پالیسو سخت انتقاد وکړ.
نوموړي ویلي چې د هېواد سیاست «تورتم» ته تللی، او هره ورځ د سپینې ماڼۍ له لوري «نوې بېقانوني او بېپروايي» روانه ده.
هغه د ټرمپ تعرفوي پالیسۍ، د ملي ګارد د ځواکونو استول او د کانګرس د جمهوريپالو چوپتیا غندلې.

