د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي چې په ګڼو سیمو کې د ځنګلونو غیرقانوني وهل دوام لري او دا کار د ځنګلونو د بشپړ ورکېدو لامل کېږي.
هغه ټینګار کړی چې ځنګلونه ملي شتمني ده او ټول باید د ساتنې لپاره ګډ مسوولیت ولري.
عمري ویلي چې د شنو قطعو ترڅنګ به ځوانان د دندې لپاره وګمارل شي چې هم به کاري فرصتونه جوړ کړي او هم به د ځنګلونو ساتنه پیاوړې کړي.
د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري هم پر خلکو غږ کړی چې د پلرونو پرېښودلې شنې سیمې دې د راتلونکي نسل لپاره وساتي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د نامعلومو کسانو له لوري د ځنګلونو د وهلو او قاچاقېدو په اړه شکایت کوي.

