د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې پاکستان ته د افغانستان له خاورې د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره استخباراتي همغږي ضروري ده.
نوموړي خېبر نیوز ته په مرکه کې ویلي چې «اسلامي امارت» د خپلو سیمو په کچه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیت د ټینګښت هڅې کړې؛ خو که پاکستان نور مالومات لري، باید له دوی سره یې شریک کړي څو اقدام وشي.
مجاهد ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» له پاکستان سره د نښتو لېوالتیا نه لري او اختلافات باید د تفاهم او اعتماد په فضا کې حل شي، نه د ګواښونو او تورونو له لارې.
هغه همداراز منلې چې په کویټې کې د «اسلامي امارت» د تېرو توغندیزو بریدونو له امله ملکي تلفات رامنځته شوي و او ویلي یې دي چې د شیخ هبتالله په امر د پېښې عاملین محکمه شوي او د قربانیانو کورنیو ته «دیت» هم ورکړل شوی دی.

