سپینې ماڼۍ تازه مقررات اعلان کړي چې له مخې یې هغه خبریالان چې رسمي جواز لري، نور نهشي کولای د مطبوعاتي ویاندې کارولین لویت یا نورو لوړپوړو چارواکو دفترونو ته پرته له مخکنۍ همغږۍ داخل شي.
د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د “حساسو معلوماتو د ساتنې” لپاره شوې او سمدستي عملي ده.
دغه اقدام د امریکا د دفاع وزارت تر هغو محدودیتونو وروسته راغلی چې له امله یې ګڼ خبریالان اړ شول له پنتاګون څخه ووځي او خپلې رسنیزې کارتې بېرته ورکړي.
تر اوسه د سپینې ماڼۍ د خبریالانو اتحادیې په دې پرېکړه غبرګون نهدی ښودلی، خو ګڼې رسنۍ دا ډول محدودیتونه د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ پر وړاندې ګواښ بولي.

