په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین، ویلي چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي؛ خو دا اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ وي.
ښاغلي شاهین د بيبيسي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې «اسلامي امارت» د افغانستان خپلواکي، د خاورې بشپړتیا او اسلامي ارزښتونه د خپلو اساسي اصولو برخه ګڼي او هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي د پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، نه د فشار یا جګړې له لارې.
شاهین ویلي، چې «اسلامي امارت» د سولې او ثبات غوښتونکی دی او هڅه یې همدا ده چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په ښو او متوازنو اړیکو کې وي.

