سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانپاکستان؛تورخم دروازه یوازې د هغو افغانانو لپاره پرانیزي چې په جبري ډول...

پاکستان؛تورخم دروازه یوازې د هغو افغانانو لپاره پرانیزي چې په جبري ډول ایستل شوي

افغان چارواکي وایي چې پاکستاني چارواکي سبا (شنبې) د تورخم سرحدي دهلېز بېرته پرانیزي، خو دا ځل یوازې د هغو افغانانو د ستنېدو لپاره چې غواړي خپل هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو ویاند، عابدالله فاروقي، ویلي چې دا پرېکړه د دواړو لوریو د همغږۍ په ترڅ کې شوې، تر څو هغه افغانان چې د بې‌کوره کېدو له امله له پاکستانه ستنېږي، وکولای شي بېرته خپل هېواد ته داخل شي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې لسګونه افغان کورنۍ د خیبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې په یوه لنډمهاله کمپ کې ساتل کېږي، څو د پولو له پرانیستو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here