د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخواني معین صدیق صدیقي ویلي، د پاکستان اوسنی سیاسي دریځ د افغانانو پر وړاندې جګړهییز، توپیرپالونکی او د کرکې خپرولو هڅه ده.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو واکمني په افغانستان کې نامشروع ده او د افغان ولس استازیتوب نه کوي.
صدیقي زیاته کړې، هغه افغانان چې اوس په پاکستان کې میشت دي، د طالبانو له ظلم او زورواکۍ تښتېدلي دي؛ خو پر ځای یې له تبعیضي چلند او ناسم سیاسي تبلیغ سره مخ دي.

