پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛په کرم کې د پاکستاني پوځ هوايي برید کې د طالبانو...

خیبر پښتونخوا؛په کرم کې د پاکستاني پوځ هوايي برید کې د طالبانو قومندان قاسم او شپږ ملګري وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د کرم په مرکزي ولسوالۍ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قومندان قاسم په ګډون د هغه شپږ نږدې ملګري وژل شوي دي.

د خراسان ډایري د راپورونو له مخې، وژل شویو کسانو کې ابودردا، قاري صدیق او عبیده (چې اصلي نوم یې باز نظیر و) شامل دي.

عبیده د ډلې شاعر او د قومندان قاسم نږدې ملګری بلل کېده.

د امنیتي سرچینو په وینا، دغه برید د وروستیو نښتو وروسته شوی چې پکې ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here