شنبه, اکتوبر 25, 2025
Homeکورپاڼهد اوربند له اعلان وروسته؛زرګونه فلسطینیان خپلو ورانو شوو کورونو ته ستنېږي

د اوربند له اعلان وروسته؛زرګونه فلسطینیان خپلو ورانو شوو کورونو ته ستنېږي

د غزې اوسېدونکي د نوي اوربند له اعلان وروسته خپلو ورانو شوو کورونو ته ستنېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان د اسرایيلي ځواکونو له شا تګ وروسته د غزې په بېلابېلو برخو کې خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي؛ خو ډېری سیمې لا هم د جګړې له امله سختې ویجاړې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د خلکو اوږده کتارونه د نړېدلو ودانیو او کنډوالو له منځه تېرېږي.

یاد اوربند د اسراييل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته دوهم دی، او ویل کېږي چې موخه یې د بشري مرستو د رسولو او د ملکي خلکو د لنډمهالې ساه اخیستو زمینه برابرول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here