د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید کې ۷ پولیس وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، بریدګر د رټه کلاچي په سیمه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د مرکز د دروازې سره وجنګاوه او د دیوال له رالوېدو وروسته دننه ننوتل او ډزې یې وکړې.

له شپږ ساعته جګړې وروسته، پاکستاني ځواکونو شپږ بریدګر له منځه وړي او جګړه پای ته رسېدلې.
چارواکو ویلي، له ۲۰۰ روزنیزو پولیسو او کارکوونکو څخه ټول ژوندي ژغورل شوي دي.
په برید کې ۱۳ تنه ټپیان شوي، او د عملیاتو وروسته سیمه د پولیسو لهخوا تصفیه شوې ده.

لومړی د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې برید منلی و؛ خو وروسته له هغه یې ځان بېپرې اعلان کړ.
تر اوسه د برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

