پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د پاکستان لهخوا پر افغانستان د ترسره شویو هوایي بریدونو او سرغړونو کلکه غندنه کړې ده.
ضعیف ویلي، دا بریدونه د پاکستان د پوځ «احمقانه او غیرمسؤلانه اقدام» دی، او موخه یې دا ده چې د پاکستان واکمنان د خپل هېواد له خراب سیاسي او امنیتي وضعیت څخه د خلکو پام بل لوري ته واړوي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان پر خاوره دا ډول تجاوز د منلو نه دی او د دې کړنو ټول عواقب به د پاکستان پر حکومت او پوځ راجع وي.

