د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې او د بنديانو د خوشې کولو د هوکړې هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې په بشپړ ډول دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
ګوترېش ټینګار کړی چې جګړه باید «یو ځل او د تل لپاره» پای ته ورسېږي، او د بشري مرستو د بېځنډه او ازاد لاسرسي ترڅنګ یې د تجارتي توکو د استولو غوښتنه هم کړې ده.
هغه له لورو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د دوو دولتونو د حل لارې د پلي کېدو، د فلسطیني ولس د خپلواکۍ حق د پېژندنې او د دواړو ملتونو د امن او سولهییز ژوند لپاره ګټه واخلي.
ګوترېش د دې موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د امریکا، قطر، مصر او ترکیې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې اوسنی وضعیت «تر بل هر وخت ډېر حساس» دی.