سه شنبه, اکتوبر 7, 2025
Homeافغانستانکندهار کې؛د نوري فایبر انټرنېټ او ټولنیزو شبکو بندیزونه بیا لګول شوي

کندهار کې؛د نوري فایبر انټرنېټ او ټولنیزو شبکو بندیزونه بیا لګول شوي

په کندهار کې بیا د انټرنېټ بندیزونه لګول شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، د ښار په یو شمېر برخو کې د کورونو وای فای شبکې پرې شوې دي؛ خو بانکونه او صرافۍ لا هم انټرنېټ ته لاسرسی لري.

ویل کېږي چې دا محدودیتونه د رسمي لارښوونو له مخې عملي شوي، خو د عامو خلکو لپاره د موبایل ډیټا کارول لا هم ممکن دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، له سې شنبې ماښامه راپه دېخوا په کندهار کې د سنیپ‌چټ او انسټاګرام په څېر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی بند شوی دی.

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here