د ازبکستان د انرژۍ وزیر جُرابیک میرزا محمودوف ویلي چې د طالبانو حکومت ازبکي شرکتونو ته په افغانستان کې د نفتو او ګازو د استخراج جوازونه ورکړي دي.
د ده په وینا، د توتي میدان د ګازو پروژه د ازبکي شرکت Eriell KAM لهخوا د ۲۵ کلونو لپاره پيل شوې ده.
میرزامحمودوف زیاته کړه چې دا ګډه پروژه د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د افغانستان ثبات کولی شي ازبکستان ته د نړیوالو سمندرونو تر ټولو لنډه لاره پرانیزي.
هغه د سولې او ثبات اهمیت هم د سیمې لپاره حیاتي وباله.
یاده دې وي، چې د روان کال په سپتمبر کې دواړو هېوادونو د ۲۵۰ میلیونه ډالرو ګډې برېښنايي پروژې هم پیل کړې دي، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به بشپړې شي.