نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو په تازه هوایي بریدونو کې په غزه کې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سیمهییزو روغتیايي چارواکو په وینا دا بریدونه د شنبې په ورځ شوي دي، هغه مهال چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې وه چې بمبارۍ ودروي.
ټرمپ په خپل تروت سوشال پاڼه کې ویلي، اسراییل د غزې د جګړې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او ژر به اوربند عملي شي.
ټاکل شوې چې د اوربند رسمي خبرې راتلونکې اونۍ په مصر کې پیل شي.

