پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهد اسراییل ولسمشر نتنیاهو ته:د ټرمپ طرحه ژر تر ژره عملي کړه،...

د اسراییل ولسمشر نتنیاهو ته:د ټرمپ طرحه ژر تر ژره عملي کړه، تر څو یرغمل شوي اسراییل کورونو ته ستانه شي

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوک له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا وړاندیز شوې طرحه ژر تر ژره عملي کړي.

هغه په خپل اېکس پوسټ کې لیکلي، چې باید په هره ممکنه لار دغه طرحه پر مخ یوړل شي څو د اسراییلو یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي.

هرتزوک ویلي، اسراییل د فرصت په یوه مهمه شیبه کې دی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه ګام به د منځني ختیځ اړیکې او کورني سیاست ته مثبت بدلون راولي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here