د ایران د میزان خبري آژانس د راپور له مخې، د شنبې په سهار په اهواز ښار کې د ایران د عدلي او قضايي ارګان له لوري د شپږو بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.
چارواکي وايي، دغه کسان د «تجزیهطلبۍ، د اسراییل سره د اړیکو، بمښودنې او وسلهوالو بریدونو» په تور محکوم شوي وو.
د بشري حقونو سازمان «ههنگاو» د دغو اعدام شوو کسانو هویتونه علي مجدم، محمدرضا مقدم، معین خنفري، حبیب دریس، عدنان غبیشاوي او سالم موسوي یاد کړي او ویلي یې دي چې هغوی په پټه او له کورنیو سره د وروستي ملاقات پرته اعدام شوي دي.
دا سازمان دغه اعدامونه «غیرانساني» بللي او له نړیوالو ادارو یې د مداخلې غوښتنه کړې ده.
راپورونه ښيي، یوازې په تېرو نهه میاشتو کې له زر ډېر کسان په ایران کې اعدام شوي، چې په هغوی کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.