شنبه, اکتوبر 4, 2025
Homeافغانستانکاپیسا؛تګاب ولسوالۍ کې څلور طالبان د مېلمستیا پر مهال وژل شوي

کاپیسا؛تګاب ولسوالۍ کې څلور طالبان د مېلمستیا پر مهال وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، د جمعې په ورځ د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې څلور طالبان هغه مهال وژل شوي، چې د يو ځایي اوسېدونکي له لوري مېلمستيا ته بلل شوي وو.

سرچینې زياتوي، کوربه وروسته پر دغو طالبانو ډزې کړې او دوی یې وژلي او د وژل شويو وسله یې هم له ځانه سره وړې ده.

بريدګر تر پېښې وروسته تښتېدلی او تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسئوليت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت چارواکو هم لا تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here