د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حماس له لوري د امریکا وړاندیز شوې طرحې منل د سولې لپاره مهم ګام بللی دی.
هغه ویلي، اسراییل باید سمدستي خپلې حملې ودروي او د اوربند له پلان سره سم عمل وکړي.
اردوغان ټینګار کړی چې د غزې لپاره بشري مرستې باید بېځنډه ورسول شي او دایمي سوله ټینګه شي.
نوموړي پر اسراییلي بمباریو د سختې نیوکې ترڅنګ دا کړنې «نسلوژنه» بللې او ویلي یې دي چې ترکیه به د فلسطین د ولس د حقونو او د دوه دولتونو د حل لارې د عملي کېدو لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.

