ځايي سرچينې وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې د کونړ ولايت د ناوې ولسوالۍ په «دوکلام» سيمه کې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښته شوې ده.
ويل کېږي، جګړه په وقفه وي ډول روانه ده او پاکستاني پوځيانو د تحريک طالبان پاکستان د غړو د شتون په پلمه ډزې پيل کړې دي.
تر اوسه د مرګژوبلې او زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي او د طالبانو هم تبصره نه ده کړې.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زيات شوي دي.

