د ایران د بشري حقونو سازمان ههنګاو ویلي، ایران په تېر سپټمبر کې لږ تر لږه ۱۸۷ تنه اعدام کړي دي چې له ډلې یې لس کسان یوازې د همدې میاشتې په وروستیو کې اعدام شوي دي چې ټول افغانان دي.
په اعدام شويو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې یوه افغانه یې د نشه يي موادو پر قضیه اعدام شوې ده.
دغه سازمان زیاتوي، د ایران رسمي سرچینو یوازې د ټولو اعدامونو څلور سلنه خپاره کړي دي.