د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سپټمبر پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې سره ویني.
ټرمپ ویلي، د غزې جګړې د پای ته رسولو ۲۱ مادهیز پلان یې نهایي شوی او هیله لري د نتانیاهو ملاتړ ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې، منځنی ختیځ د یوې مهمې پېښې په درشل کې دی.
کارپوهان وایي، اسراییل د غزې جګړې د دویم تلین په درشل کې له زیاتېدونکي نړیوالې انزوا سره مخ دي.