د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلي پوځیانو له لوري د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۹۱ تنه وژل شوي دي.
د راپور له مخې، یواځې ۴۸ کسان د غزې ښار کې وژل شوي دي.
د غزې سیمهییز حکومت د رسنیو دفتر وايي، ډېری قربانیان په هغو سیمو کې وژل شوي چې اسراییل تر دې وړاندې د “خوندي سیمو” په توګه اعلان کړې وې.
یاد بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې نړیوالې ټولنې پر اسراییل د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او بشري قوانینو د نقض له امله سختې نیوکې کړې دي.

