د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کارولینا ایالت په ساوتپورت ښار کې د یکشنبې په ورځ د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د ABC ټلویزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، ډزې له یوې کښتۍ شوې دي.
د ساوتپورت ښاروال دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې مجرم نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.
تر اوسه د دې برید علت نه دی روښانه شوی.

