د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا فعالېدو په تړاو ویلي چې دا اقدام روښانه پیغام لري.
روبیو ویلي، چې نړۍ به د ګواښونو پر وړاندې تسلیم نه شي او تهران باید ځواب ووایي.
روبیو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ ته په اشارې ټینګار کړی چې ډیپلوماسي لا هم یوه لاره ده او هوکړه د ایران د خلکو او نړۍ لپاره غوره نتیجه ګڼل کېږي.
هغه ایران ته بلنه ورکړې چې په نیک نیت مستقیمې خبرې ومني.
نوموړي خبرداری ورکړی که هوکړه رامنځته نه شي، واشنګټن به له خپلو متحدینو سره سم ټول بندیزونه پلي کړي څو د ایران مشرتابه د فشار لاندې د خلکو او نړیوال امنیت په ګټه پرېکړې وکړي.

