پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهالجزیره:په غزه کې د اسراییلو پرله‌پسې بریدونو کې له ۵۰ زیات فلسطینیان...

الجزیره:په غزه کې د اسراییلو پرله‌پسې بریدونو کې له ۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

د اسراییلي ځواکونو پرله‌پسې بریدونو کې په غزه کې له ۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي، چې پکې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي هم شامل دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییلو ځمکنی یرغل د غزې په ستر ښار کې روان دی او سلګونه زره فلسطینیان لوږي، محاصرې او ډزو ته پرېښودل شوي دي.

په همدې مهال کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې خپلې پوځي حملې توجیه کړې او ویلي یې دي چې په غزه کې جګړه به تر پایه ورسوي.

له اکتوبر ۲۰۲۳ راپه دېخوا د اسراییلو جګړې له کبله ۶۵ زره کسان وژل شوي او نږدې ۱۶۸ زره نور ټپیان شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here