د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا لخوا د ایراني ډیپلوماټانو پر وړاندې د تازه محدودیتونو په غبرګون کې ویلي، چې واشنګټن هڅه کوي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ایران د ډیپلوماټیک فعالیتونو مخه ونیسي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې امریکا یوازې د یوې اوونۍ په موده کې په څو مهمو نړیوالو غونډو کې د ایراني استازو د ګډون مخه ډب کړې ده.
بقایي زیاتوي، چې د نیویارک پر مېشتو ایراني ډیپلوماټانو او د هغوی پر کورنیو د فشار زیاتول د دې ښکارندویي کوي، چې واشنګټن د ایران د ډیپلوماټیک حضور محدودول غواړي.

