یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانحبیب الله اغا:د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا تر واک...

حبیب الله اغا:د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا تر واک لاندې دی

د طالبانو حکومت د معارف سرپرست وزیر حبیب‌الله آغا ویلي، د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا تر واک لاندې دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په پکتیا کې د تعلیم د اهمیت په اړه یوې غونډې ته په وینا کې ویلي:« د هېواد فضایي حریم تر اوسه هم اشغال دی او د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د شپې د افغانستان پر فضا ګزمې وهي؛ خو نه زه او نه تاسو د هغوی د مخنیوي وس لرو.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له لوري د افغانستان پر فضا د امریکایي ډرونونو د شتون په اړه یوه نادره منل بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here