حماسه میډیا ته یوې باوري سرچیني ویلي، چې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني استعفا ورکړې.
د سرچیني په خبره، حمدالله نعماني د نوري فایبر د انټرنېټ د بندیدو په مسله کې د طالبانو مشر ته خپله استعفاء وړاندې کړې او له تیرې اونۍ دندې ته نه دی ستون شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د شیخ هبتالله په امر د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ او ویل کېږي چې دا چاره به ټولو ولایتونو کې ترسره شي.

