دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ وايي، د طالبانو له لوري د ډاکتر فاروق اعظم بندي کول کومه نوې خبره نه ده، بلکې د طالبانو د واکمنۍ په اړه د هغو خلکو لپاره یو لوی درس دی چې تر اوسه فکر کوي دغه ډله بدله شوې ده.
ښاغلي اندړ ویلي، چې طالبان د انتقاد پر وړاندې هېڅ زغم نه لري او د ډاکتر فاروق اعظم نرمه او ملاحظه کاره نیوکه یې هم د تخریب په سترګه لیدلې ده.
هغه ویلي، ملا هبت الله اخوند یوازې خپله سلیقه او د څو نورو ورته ملایانو تعبیر او تفسیر د شریعت په توګه په خلکو مني؛ خو د بل هېڅ نظر زغملو ته تیار نه دی.
اندړ زیاتوي چې د طالبانو په رژیم کې له طالب پرته بل څوک ځای نه لري او طالب هغه څوک ګڼل کېږي چې د امیر امرونه په پټو سترګو ومني، که د شریعت مطابق وي او که نه وي، که معقول وي او که نه وي.
د هغه په وینا، د طالبانو د اوسني واک چلند ښيي چې دغه ډله نه د انتقاد زغم لري، نه د اصلاح ظرفیت او نه هم د افغانستان د انزوا ختمولو اراده.