دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د روغتیا وزارت مرستیال حمدالله زاهد د روغتیايي نندارتون لپاره...

د طالبانو حکومت؛د روغتیا وزارت مرستیال حمدالله زاهد د روغتیايي نندارتون لپاره هند ته سفر کړی

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو مرستیال وزیر، حمدالله زاهد، تېره اونۍ هند ته سفر کړی و.

راپور زیاتوي، د نوموړي د سفر هدف د روغتیايي او درمل جوړونې نندارتون کې ګډون و.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، دغه سفر په داسې وخت کې شوی چې ګنګوسې دي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ښايي روان کال هند ته سفر وکړي.

هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو له کابل سره د اړیکو د ښه کېدو هڅې یې پیل کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here